د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د خپرونو او عامه اړیکو ریاست، (اداري مامور) د شپږمې رتبې یو بست له ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ تر ۱۴۰۳/۱۱/۷ هـ . ش مطابق ۱۴۴۶/۷/۱۴ تر ۱۴۴۶/۷/۲۵ هـ . ق نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: اداري مامور
بست: (۶)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د خپرونو او عامه اړیکو ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
راپور ورکول: اداري مدیر
د دندې موخه: د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او له اړوندو نافذه تقنیني سندونو سره سم د اجرائیوي چارو ترسره کول او په اړوندو دوسیو کې د لیکونو او سندونو تنظیم.
دندې او مسؤولیتونه:
اساسي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو لپاره د عمومي پلان په مطابقت کې د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول؛
- د اړوند مدیر په همغږۍ ریاست ته د رارسیدل شوو لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو سندونو اخیستل او تسلمي؛
- د رئیس له احکامو څخه وروسته په اړوندو دفاترو کې د رارسیدل شوو سندونو ثبتول او د راتلونکو اجراآتو په غرض یې ذیربطو شبعاتو ته استول؛
- شعباتو او اړوندو مراجعو ته د لیکونو صادرول او استول؛
- د ریاست اړوند لیکونو، وړاندیزونو استعلامونو او نورو سندونو په ترتیبولو کمپيوټر کولو کې همکاري؛
- د تېرو کلونو د ټولو سندونو او لیکونو فهرست جوړول او د ساتنې په موخه یې آرشیف ته استول؛
- په اړونده دوسیه کې د سندونو ترتیب او تنظیم او رئیس او اړوندو شعباتو ته یې د اړتیا پر مهال وړاندې کول؛
- د ښه کاري اجراآتو په غرض له اړوند مدیر څخه د هدایت اخیستل او له مشورې څخه یې استفاده؛
- د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
- د تقنیني سندونو، لایحو، پالیسۍ او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛
- د ورسپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تأمین؛
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي سویه:
- لږ تر لږه د بلکوریا او یا په دې معادل له داخلي یا له هېواد څخه بهر له دیني مدرسو څخه د تحصیلي سند درلودل چې د پوهنې وزارت له خوا تایید شوی اوسي، لوړې تحصیلې درجې ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه:
- اړتیا نه لري.
لازم مهارتونه:
- په یوې رسمي ملي (پښتو یا دري) ژبه تسلط.
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.