د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Sun, Jan 12 2025 8:58 AM
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت لوړو موخو ته د رسیدلو، کار اهل د کار د سپارلو په موخه د عدلیې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام په منظور د مالي او اداري ریاست اړوند د نرم افزارو د سیستمونو د (د ارزونې متخصص) څلورم رتبه یو بست له ۱۴۴۶/۷/۱۰ الی ۱۴۴۶/۷/۲۰هـ.ق مطابق ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ الی ۱۴۰۳/۱۱/۲هـ.ش نېټې پورې د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: د نرم افزار سیستمونو د ارزونې متخصص

بست: (۴)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: اداري او مالي

د پست موقعیت: کابل

د پست شمېر: ۱

راپور ورکول: د معلوماتي تکنالوژۍ د خدمتونو د انسجام آمر

 

د دندې موخه: د دیتابېسونو تطبیق لپاره د اطلاعاتو راټولول او د هغو ارزول او د هغو نیمګړتیاوې او ستونزې موندل؛

د دندې واکونه او مسؤولیتونه:

تخصصي دندې:

  • اړمنو شعباتو لپاره د دېتابېس د دیزاین او رامنځته کولو په غرض  له هغوڅخه د معلوماتو راټولول؛
  • د مصاحبې پر مهال د راټول شویو معلوماتو د تحلیل او بررسۍ په موخه د هغو د ساتنې لپاره د دقیق فایلینګ رامنځته کول؛
  • په کامپیوترونو کې د (دیتابېس) په شمول د کارونې وړ نرم افزارو نصبول؛
  • د دیتا او نرم افزارو د امنیت ساتنې لپاره د آنتي ویروسونو له (Update) څخه ډاډ ترلاسه کول؛
  • له انترنت څخه د کارونې وړ(Update) شویو نرم افزارو دانلود او په کمپیوترونو کې د هغو نصبول؛
  • د پرمختللو نرم افزارو (دیتابېس) د ګټه اخیستنې څرنګوالي او د هغو د کارولو په هکله کارکوونکو ته لارښوونه؛

مدیریتي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره، له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول؛
  • د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په غرض د میاشتني، ربعوار، کلنی او د ضرورت په مهال د اړوند فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کول؛
  • له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  • ورسپارل شویو چارو پرخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تامین؛

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د استخدام شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه):

د استخدام شرطونه:

  • د افغانستان تابیعت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

تحصیلي سویه:

  • لږ تر لږه د نرم افزارو انجنیرۍ، معلوماتي سیستمونو، کمپیوترساینس او د کمپیوتر انجنیرۍ په یوې څانګه کې   د تحصیلي سند درلودل چې لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوي اوسي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کال کاري تجربه  

مهارت های لازم :

  • د اړوندې څانګې د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
  • په یوې ملي (پښتو یا دري) ژبه تسلط او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.