بسم الله الرحمن الرحيم

barekzai_admin
Mon, Dec 02 2024 12:13 PM
.

د څو قطعو امارتي غصب شويو ځمکو د اجارې په هکله د عاليقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالى فرمان

ګڼه: (۴۷)

نېټه: ۱۴۴۴/۱۲/۲۵ هـ.ق

مطابق ۱۴۰۲/۴/۲۲ هـ.ش

دوه یمه ماده:

د دوه زره پنځه سوه اووه اويا اعشاریه اووه سوه او دوه پنځوسو (۲۵۷۷.۷۵۲) جریبو په مساحت يوه قطعه امارتي ځمکه چې د کابل ښار د اتمې او شپاړسمې ناحیې ترمنځ موقعيت لري او حدود یې عبارت دي له: شرقاً د ده خدایداد د کلي له ځينو املاكي قطعو سره متصله ده، غرباً ځينې برخې يې د مرنجان غونډۍ له هديرې او ځينې برخې يې د يادې غونډۍ له شنې ساحې سره متصلي دي، شمالاً ځينې برخې یې له هديري، ځينې برخې يې د قلعه زمان خان له سړک، ځينې برخې يې له هديرې او ځينې يې د ده خدایداد كلي له املاكي قطعو سره متصلې دي او جنوباً ځینې برخې یې د  بګراميو د نساجۍ له فابريکې، ځينې برخې يې د کارته نو له عمومي سړک، ځينې برخې يې د کابل ښاروالۍ له خوا د وېشل شويو استو ګنيزو کورونو له عمومي سړک، ځينې برخې يې له طلايي ښارګوټي او ځينې نورې برخې يې د کارته نو له عمومي سړک سره متصلې دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دې یاده ځمکه له اړوندو مراجعو سره په همغږۍ د شریعت له حکمونو سره سم په یاده ځمکه کې مېشتو غير شرعي ذواليدو اشخاصو ته اصولاً په اجاره وركړي.

درېیمه ماده:

د یو زرو اووه سوه پنځه اتیا اعشاریه پنځه پنځوسو (۱۷۸۵.۵۵) جریبو په مساحت یوه قطعه امارتي ځمکه چې د کابل ښار شلمې ناحيې اړوند د چهل دخترانو په ساحه کې موقعيت لري او حدود یې عبارت دي له: شرقاً ځينې برخې يې د منګلو قوم تر تصرف لاندې له کرنيزې ځمکې سره چې فاصل حد یي عامه وياله ده او ځينې برخې يې له چينو غره سره متصلې دي، غرباً له عام غره سره متصله ده، شمالاً ځينې برخې يې له چينو غره سره او ځينې برخې يې د شاه توت د سيمې د اوسېدونکو تر تصرف لاندې له ځينو ځمکو سره متصلې دي او جنوباً د معيوبينو له ښارګوټي سره متصله ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دې ياده ځمکه له اړوندو مراجعو سره په همغږۍ د شريعت له حكمونو سره سم، په یاده ځمکه کې مېشتو غير شرعي ذواليدو اشخاصو ته اصولاً په اجاره وركړي.

څلورمه ماده:

د اووه دېرش زره او دوه دېرشو (۳۷۰۳۲) جریبو په مساحت یوه قطعه امارتي ځمکه چې د کابل ښار په یوویشتمې ناحيې اړونده سيمه کې چې د جنت ګل په ښارګوټي مشهوره ده، موقعيت لري او حدود يې عبارت دي له: شرقاً ځينې برخې يـې لـــه مروارید غره، ځينې برخې يې له ګرګانو (لیوانو) غره، ځينې برخې يې د ملا محمد بابا د زيارت له لمنې او ځينې برخې يې د نرۍ اوبو له غره سره متصلې دي، غرباً ځينې برخې يې د غازي بند له ستر قول او ځينې برخې يې د بتخاک د خلکو تر تصرف لاندې له کرنيزو ځمکو سره متصلي دي، شمالاً ځينې برخې يې د پلچرخي د خلکو تر تصرف لاندې له کرنيزو ځمکو او ځينې برخې يې له کابل سيند سره متصلې دي او جنوباً د ويس قرن بابا له غره سره متصله ده. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دې ياده ځمکه له اړوندو مراجعو سره په همغږۍ د شریعت له حکمونو سره سم په یاده ځمکه کې مېشتو غير شرعي ذواليدو اشخاصو ته اصولاً په اجاره وركړي.

پنځمه ماده:

دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده کې دې خپور شي.

والسلام

امير المؤمنين شيخ القرآن والحديث

مولوي هبة الله اخندزاده

دا فرمان د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع‌الاول د میاشتې په ۱۷ نېټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د تلې میاشتې له ۱۰ نېټې سره سمون خوري؛ په ۱۴۳۸ ګڼه رسمي جریده کې خپور شوی دی او لومړۍ ماده یې له دې وړاندې د عدلیې وزارت په ویب‌پاڼه کې خپره شوې وه.