د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
Mon, Nov 11 2024 9:12 AM
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د ژمن انساني ځواک د جذب او استخدام  له پاره د یومیه موټرچلونکي (ډریور)، (اووم رتبه) څلور بستونه د (۱۰) کاري ورځو له پاره ۱۴۴۶/۵/۸الی ۱۴۴۶/۵/۱۸هـ . ق مطابق ۱۴۰۳/۸/۲۰ الی ۱۴۰۳/۸/۳۰ هـ.ل نېټې سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: یومیه موټرچلونکی یا (ډریور)

بست: (۷)

وزارت یا اداره: عدلیه

اړونده څانګه: مالي او اداري ریاست

د پست موقعیت: کابل

د پست شمېر: ۴

راپور ورکول: د ترانسپورت عمومي مدیر

د ترانسپورتي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ترافیکي اصولو په پام کې نیولو سره د موټر چلولو چارو پر مخ وړل.

د دندې صلاحیتونه او مسؤولیتونه:

  • د سجل مطابق د وسایطو له صحت څخه بشپړ ډاډ ترلاسه کول چې هغه ته ورکول کېږي؛
  • د اړوندې ادارې د پالیسۍ په پام کې نیولو سره له لېږدونکو وسایطو څخه معقوله او مسؤولانه ګټه اخیستنه؛
  • د ترافیکي پېښې له رامنځته کېدو څخه د مخنیوي په موخه د موټرچلولو پر مهال د ټولو ترافیکي اصولو رعایت او پیروي؛
  • د اړوندې واسطې سالم ساتلو په موخه له ټولو برخو څخه یې سمه ساتنه؛
  • په رسمي وختونو کې د شخصي ګټې په موخه له لېږدونکې واسطې څخه ګټه نه‌اخیستل او له بې‌ځایه لګښتونو څخه د مخنیوي په موخه تعیین شوي مسیر ته تغییر نه‌ورکول؛
  • د اړتیا پر مهال د وړاندې کولو لپاره د اړوندو سندونو لکه جواز سیر (د موټر چلولو جواز)، لایسنس او ګرځنده (د سفر) کتابچې ساتل؛
  • په ناروغیو د کارکونکو د نه اخته کېدو او د امراضو له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د لېږدونکې واسطې نظافت تأمینول؛
  • د مسؤولیت رفع کېدلو او د لېږدونکو وسایطو امن ساتلو په موخه د رسمي دندې له پای ته رسېدو څخه وروسته په ټاکل شوې ځای کې د هغو درول او پارکول؛
  • د لېږدونکو وسایطو اکمال او فعال ساتنې په موخه اړوندې برخې ته د واسطې د روغنیاتو، پرزه‌جاتو او نورو اړتیاو راپور وړاندې کول؛
  • د حساب د تصفیې په موخه د واسطې د هغو داغمه پرزه‌جاتو تحویلول او اعاده کول چې تجدید کېږي؛
  • د مستقیم آمر او ذیصلاح آمرینو خبرولو په منظور د اړوندو اجراآتو شفاهي راپور وړاندې کول؛
  • د هغو نورو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح آمر له لوري ورکول کېږي؛
  • په چارو کې د لاښې هغمږۍ رامنځته کولو په موخه له همکارانو سره د کاري اړیکو تأمینول؛

د استخدام شرطونه:

  • د افغانستان تابیعت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

تحصیلي سویه:

له فني او حرفوي زده کړه ییزو مراکزو څخه د سند یا مهارت او کاري تجربه درلودل.

کاري تجربه:

د عراده جاتو کتګورۍ مطابق د دریورۍ لایسنس سند درلودل چې د جوازلیک یې اعتبار لري.

لازم مهارتونه:

د فن یا حرفې مطابق د دندو ترسره کولو وړتیا.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له (دغه ځای) او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای، په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.