د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د درېیمې دورې د پایلو اعلام

barekzai_admin
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې درېیم دور د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په ۱ نېټه  د ۵۲۵ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په ګډون سره واخیسته.

د ازموینې په دغه دور کې له ټولټال ۵۲۵ ګډونوالو څخه، د هغوی ۴۳۰ تنو وشو کولای چې د تعیین شویو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالي شي او ۹۵ تنو غوښتونکو ونه شوکولای تعیین شوې نمرې ترلاسه کړي.

په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۶۲۴ تنو غوښتونکو نوم لیکنه کړې وه چې د ازموینې په ورځ د هغوی ۹۹ تنه حاضر نه شول او غیرحاضر وګڼل شول.

هغه غوښتونکي چې په دې ازموینه کې بریالي شوي د تجربې لرلو په صورت کې د لاندې درج شوي لړلیک له‌مخې، د زمري د میاشتې په ۱۳ نېټه د مدافع وکیلانو ریاست، د جوازلیکونو آمریت ته او هغه مدافع وکیلان چې تجربه نه لري په همدې ورځ دې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.

د هغو غوښتنونکو عمومي لړلیک چې په ورودي ازموینه کې ګډون درلود  له ( دغه ځای) څخه ترلاسه کولای شئ.