په کابل ښار کې څه باندې ۵۵ زره جریبه غصب شوې امارتي ځمکه استرداد شوې ده
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د کابل ښار په بېلابېلو برخو او ولسوالیو کې څه باندې ۵۵ زره جریبه امارتي ځمکه له تثبیت او تشخیص څخه وروسته، له غاصبانو څخه استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې سپارلې ده.
په دغو ځمکو کې د ملاتره خیل ښارګوټي څه باندې ۳۷ زره جریبه ځمکه، د نادرخان تپې د ساحې ۲۶۰۰ جریبه ځمکه، د ده کیپک تپې ۵۵۵ جریبه ځمکه او د کابل په بېلابېلو برخو کې زرګونه جریبه نورې ځمکې شاملې دي.
دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په کابل او ولایتونو کې د ښارګوټو د بررسۍ په حال کې دی او په دغو ښارګوټو کې د امارتي ځمکو د غصب په صورت کې یې استرداد کوي.
له دې جملې د کابل ښار په اتمه او دوه ویشتمه ناحیو کې د درېيو ښارګوټو ځمکې چې د میرویس ښارګوټی، د سیدجمال الدین ښارګوټی او د ځاځي ښارګوټی په کې شامل دي، د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پرېکړې په اساس، شخصي تثبیت شوي او په شاوخوا کې یې امارتي ځمکې له هغو څخه جلا شوي دي.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون پر دغو ځمکو کومه ادعا نه لري او مالکان یې کولای شي د ښاري پلان له مخې او د ښار جوړولو وزارت او د کابل ښاروالۍ ادارې سره په همغږۍ په دغو ښارګوټو کې کار او ساختماني چارې تنظیم کړي او پرمخ یوسي.