په هغو ښارګوټو کې چې د هغو ځمکې شخصي تثبیت شوې د ودانیزو کارونو اجازه ورکړل شوې ده

hakeem_admin
Tue, May 28 2024 12:02 PM
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په جلا پرېکړو کې، د کابل ښار په درېیو ښارګوټو کې، امارتي ځمکې له شخصي ځمکو څخه جلا شوي او د دغو ښارګوټو د ځمکو مالکان کولای شي په خپلو شخصي ځمکو کې ودانیز کار او یا اخیستل او پلورل ترسره کړي.

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې، د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي ۴۰۰ جریبه ځمکه، په دوه ویشتمه ناحیه کې د ځاځي ښارګوټي ۵۲۲ جریبه ځمکه او د سید جمال‌الدین ښارګوټي ټولټال ۱۱۸۸ جریبه ځمکه د سندونو او قبالو له مخې شخصي تثبیت کړه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، امارتي ځمکې له هغو څخه جلا کړې.

په همدې توګه یادې اختصاصي محکمې په دغو ښارګوټو کې سلګونه جریبه ځمکې امارتي تثبیت کړې او کمېسیون د اختصاصي محکمې د پرېکړو په اساس امارتي ځمکې استرداد کړي دي.

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د پرېکړو په اساس، په دغو ښارګوټو کې د افرادو او اشخاصو پر وړاندې د کمېسیون دعوا پای ته رسیدلې ده او افراد او اشخاص کولای شي په دغو ښارګوټو کې خپل ودانیز کارونه پیل کړي او د دغو ځمکو د پېر او پلور په برخه کې ممانعت هم وجود نه لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون، د هېواد په کچه جوړ شوي ټول ښارګوټي بررسۍ لاندې نیولي ترڅو په دغو ښارګوټو کې غصب شوې امارتي ځمکې استرداد شي او د سندونو له مخې یې شخصي ځمکې هم تفکیک شي.