د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
Mon, May 15 2023 11:19 AM
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام  له پاره برقي (اووم رتبه) یو بست د دوو اونيو له پاره ۱۴۰۲/۲/۲۶ تر ۱۴۰۲/۳/۱۱هـ . ل چې ۱۴۴۴/۱۰/۲۶الی۱۴۴۴/۱۱/۱۲هـ . ق  سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: برقي

بست: (۷)

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

د دندې موخه: د وزارت په ساحه کې د برقي تجهیزاتو کنټرول او د برق اړوند ټولې چارې پرمخ وړل.

د دندو صلاحیتونو او مسوولیتونه:

  • وظایف تخصصی:
  1. د وزارت د ودانۍ د برق رسولو شبکې او برقي تجهیزاتو کنټرول او چک؛
  2. د وزارت د محوطې، دهلیزونو، دفترونو د ټولو ګروپونو چک او کنټرول؛
  3. د برقي شبکې تخریب شوی ساحې تثبیت او د اړتیا بشپړول؛
  4. د بیا ځل ترمیم په غرض اړوند مدیریت ته شبکې د وضعیت د راپور وړاندې کول؛
  5. د برقي تجهیزاتو او د شبکې ترمیم په منظور برابر شویو موادو ترلاسه کول؛
  6. د برقي شبکو او برقي تاسیساتو بیا رغول او د ترمیماتي چارو ترسره کول؛
  7. نورو موارد ترسره کول چې د برقي چارو ترمیم غواړي؛
  • مدیریتي دندې:
  1. د اړوندې تخنیکي څانګې د وسایلو او تجهیزاتو ساتل؛
  2. د اړتیا وړ د برقي وسایل پېرلو برخه کې ونډه اخیستل؛
  3. د اړوندو آمرینو خبرولو په منظور، د اړوندو فعالیتونو څخه شفاهي راپور وړاندې کول؛
  4. د اړوندو آمرینو د لارښوونو، قوانینو او مقررو او د وزارت له  موخو سره سم د نورو دندو ترسره کول؛
  5. مراقبت از وسایل و تجهیزات تخنیکی بخش مربوطه؛
  6. اشتراک در جریان خریداری وسایل برقی مورد ضرورت؛
  • د همغږۍدندې:
  1. د سپارل شویو چارو د ښه اجراآتو له پاره له اړوندو آمر سره همغږي.

داستخدام شرایط (د تحصیل کچه  او کاري تجربه):

دغه دندو لایحه د ملکي خدماتي کارکوونکو د قانون د ۷ او ۸ موادو لږ تر لږه شرایط او معیارونه په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ترتیب شوې ده:

  1. تحصیلي څانګه: له فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند یاد مهارت او تجربې درلودل؛
  2. له فن او حرفې سره سم د دندو ترسره کولو وړتیا درلودل.
  3. (دري او  پښتو) پر یوې ژبه تسلط درلودل.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم له دغه ځای او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.