د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د دفاع وکالت د جواز لیک هغو غوښتکو ته چې د دفاع وکالت ورودي آزموینه یې په بریالیتوب سرته رسولې او نومونه يې د دغې خبرتیا سره د ضمیمې په جدول کې موجود دي، خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د کب میاشتې تر ۲۵ نېټې چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشتې ۲۳ نېټې سره سمون خوري د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د نوم لیکنې له پاره د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو او علمي ـ حقوقي څېړنو د مطالعې، تشریح او د قوانینو د ښوونې د یپارتمنت ته مراجعه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د دفاع وکالت د ستاژ برنامې د کړنلارې پر بنسټ، د ستاژ فیس په هر سمستر کې ۸۰۰۰ افغاني دی او ستاژر يې د هر سمستر له پیل څخه د مخه د عدليې وزارت لخوا له ترتیب شوې تعرفې سره سم اړوند بانک ته یې پر تحویلولو مکلف دی.

د دفاع وکالت په ستاژ برنامې کې د شاملو غوښتونکو د نومونو جدول ترلاسه کولو له پاره دغه ځای کلیک کړئ.