دفاع وکالت کې د داخلې آزموینې د شمولیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hakeem_admin
.

د عدليې وزارت د تصمیم پر بنسټ  ټاکل شوې، هغه مدافع وکیلان چې د مدافع وکیلانو د ارزونې پروسه کې بریالي شوي نه دي او یا هم غیر حاضر وو، هم د دفاع وکالت داخلې آزموینه کې شامل شي.

پردغه اساس هغو مدافع وکیلانو ته چې د مدافع وکیلانو د ارزونې پروسه کې بریالي شوي نه دي او یا غیرحاضر شوي، خبر ورکول کیږي چې ژر تر ژره د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته مراجعه وکړي او داخلې آزموینه له پاره نوم لیکنه وکړي.

د نوم لیکنې وروستۍ نېټه د ۱۴۰۱/کب/۱۸ نېټه د سه شنبې ورځ.

لازم سندونه، د جوازلیک رنګه کاپي، د پيژندپاڼې رنګه کاپې، څلور قطعې انځورونه.

د آزموینه نېټه وروسته اعلامیږي.