له عدلیې وزارت څخه سترې محکمې ته د حقوقو د لوی ریاست د انتقال په اړه اعلامیه

hakeem_admin
Tue, Jan 10 2023 11:17 AM
.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۲۳۹) ګڼه حکم پر بنسټ په ۱۴۴۴/۳/۱۷هـ.ق کال یو لوړ رتبه پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې عدلیې وزارت څخه سترې محکمې ته د حقوقو ریاست د انتقال له پاره عملي طرحه جوړه کړي او د مشرتابه مقام له منظورۍ څخه وروسته دې تطبیق شي، پر همدې اساس ټاکل شوي پلاوي یوه هر اړخیزه طرحه جوړه او د مشرتابه دفتر له لوري  د۵۷ ګڼه مکتوب ۱۴۴۴/۵/۲۸هـ.ق پر بنسټ تطبیق شوه.

پر همدې بنسټ د ټولو هېوادوالو څخه هېله کیږي چې د حقوقو لوي ریاست او په ولایتونوکې د دې ریاست ملحقات په کلي ډول له عدليې وزارت څخه منفصل او د سترې محکمې ملحق دي، د دې لپاره چې ستاسو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نشي او بې ځایه تکلیف نشي نو د مهرباني له مخې د حقوقو ریاست اړوندو  چارو له پاره  وروسته له دې عدليې وزارت او په ولایتونوکې د عدلیې ریاستونو ته رجوع مه کوئ.