د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د دغه وزارت د اړتیا وړ ۱۷۴ قلمو درملو د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د داوطلبۍ فورمه تر ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ نېټې پورې د عدلیې وزرت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي او له بشپړولو وروسته یې یاد آمریت ته وسپاري. د یادې شوې پروژې د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ نېټه د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.
له داوطلب څخه د آفر تضمین پنځوس زره (۵۰۰۰۰) افغانۍ نغدې یا د بانکي تضمین په توګه اخیستل کېږي چې د پروژې د اجرا لپاره د داوطلب مالي وړتیا څرګندوي. هغه آفرونه چې تضمین ونه لري، ناوخته رارسیدلې وي او یاد انټرنټي له لارې وړاندې شي د منلو وړ نه دي.
یادونه: یوازې د درملو شرکتونه کولای شي د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.