د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پنځه فرمانونه په یوې ټولګه کې چاپ شول

barekzai_admin
Sun, Nov 09 2025 9:25 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پنځه فرمانونه چې له دې وړاندې په بېلابېلو رسمي جریدو کې خپاره شوي وو، په یوې ټولګه کې چاپ او خپاره کړل.

په دې ټولګه کې د ښځو د حقونو، د کوکنارو د کښت د ممنوعیت، د لمانځه د اقامې او د انساني قاچاق د مخنیوي په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه چاپ شوي دي. همداراز د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله فرمان په دې ټولګه کې شامل دی.

هېوادوال کولای شي دا ټولګه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړي.

همداراز الکترونیکي نسخه یې له لاندې لینک څخه د لاسرسۍ وړ ده:

https://t.me/ministryofjusticeafghanistan