د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره د عامه حقوقي پوهاوي بورد مسلکي غړی (څلورم رتبه) دوه بسته د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۳/۸/۷ تر ۱۴۰۳/۸/۱۷هـ . ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د عامه حقوقي پوهاوي بورد مسلکي غړی
بست: (۴)
وزارت یا اداره: عدلیې وزارت
اړونده څانګه: دحقوقي مرستو ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۲
راپور ورکول: د عامه حقوقي پوهاوي آمر
د دندې موخه:
د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، کړنلارو او اړوندو نافذ شویو تقنیني سندونو په مطابقت کې د حقوقي مطالبو چمتو کول او لیکل، د عامه حقوقي پوهاوي ورکړې مبلغینو زده کړې، د حقوقي پوهاوي ورکړې برنامو د تطبیق څارنه او اړمنو ته د حقوقي مشورو وړاندې کول؛
دندې او مسؤولیتونه:
اساسي دندې:
- د خلکو د پوهې او عامه حقوقي پوهاوي کچې لوړولو په موخه د مرکز او ولایتونو ساحوي مبلغینو لپاره د حقوقي موضوعاتو په اړه د مضامینو او چپټر نوټونو چمتو کول او لیکل.
- د عامه اذهانو روښانولو په موخه د حقوقي موادو بروشور، پوستر، بکلیت او نورو تبلیغاتو پاڼو د متنونو چمتو کول او لیکل؛
- د شریعت حکمونو، نافذه قوانینو او تقنیني سندونو په مطابقت کې د کورنیو او بهرنیو موسساتو لهخوا د راډیويي او ټلویزیوني تبلیغاتي پاڼو او سپاټونو ملاحظه او تائید.
- اړمنو لپاره د هغوی د حقوقي ستونوزو د حل په موخه حقوقي مشورې وړاندې کول؛
- د مرکز ولسوالیو د ناحیو او د کابل د ولسوالیو په کچه د برنامو جوړولو په موخه د عامه حقوقي پوهاوي غړو د تبلیغاتو څرنګوالي څارنه او بررسي او د تبلیغاتي نیګړتیاوو او تشو لرې کول؛
- د مرکز او ولایتونو د حقوقي پوهاوي غړو لپاره د ظرفیت لوړولو په موخه هغوی ته د زده کړه ییزو برنامه جوړول؛
- مدیریتي دندې:
- د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو له پاره، له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان ترتیبول؛
- د ادارې د مشرتابه د خبرولو په غرض د میاشتني، ربعوار، کلنی او د ضرورت په مهال د اړوند فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کول؛
- له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول
د همغږۍ دندې:
- ورسپارل شویو چارو پرخ وړلو په موخه له نورو اړوندو برخو سره همغږي او د اړیکو تامین؛
د استخدام شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه:
د استخدام شرطونه:
- د افغانستان تابیعت ولري.
- عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونهاوسي.
تحصیلي سویه:
- لږ تر لږه په شرعیاتو، حقوقو او یا د هغو معادل له کورنیو او یا له هېواد بهر له دیني مدرسو څخه د تحصیلي سند درلودل چې لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوي اوسي، پورته یادو شوو څانګو کې د لوړو درجو درلودونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
کاري تجربه:
- لږ تر لږه یو کال کاري تجربه
- لازم مهارتونه:
- د اړوندې څانګې د پالیسۍ د تطبیق وړتیا.
- په یوې ملي (پښتو یا دري) ژبه تسلط
- د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارتونه
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم (له دغه ځای)او یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.