د میدان وردک ولایت په تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړېدل
د ميدان وردک ولایت د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت د شوال د مياشتې په ۲۱ د نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.
يه یاده برنامه کې د ميدان وردک ولایت د عدلیې رياست د حقوقي مرستو مسؤولينو له لوري د مسلکي او تخنيکي زده کړو آمریت کارمندانو ته د نظارت لوی رياست د دندو او صلاحيتونو، د فرمانونو د تعقیب او د ورته نورو موضوعاتو په اړه حقوقي پوهاوی ورکړل شو.
د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت وخت په وخت د یاد ولايت په بېلابېلو ساحو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې ترسره کوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.