۱۵ متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۱:۵۹
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د روژې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوي وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو په کې ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپلو مسؤولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

په یادو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو ته له دې دندې او د هغوی له مکلفیتونو سره د لازیاتې پېژندګلوۍ په منظور پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۱۵ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۴:۵۵
Background image

په اووه ولایتونو کې ۲۹۲ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې  په ورځ ۲۹۲ تنو ته د هېواد په اووه  ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۲۰:۲۱
Background image

پکتیا ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۸:۱۶
Background image

په درېيو ولایتونو کې ۶۱۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ مه نېټه د شنبې  په ورځ ۶۱۰ تنو ته د هېواد په درېيو  ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په. . .

BACK TO NEWS