په تېر یونیم کال کې د هېواد په کچه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه امارتي ځمکه استرداد شوې ده

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۹:۵۷
.

مولوي احسان الله وثیق، د ځمکو  له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون سکرتر د یاد کمېسیون ولایتي تخنیکي هیئتونو ته په زده کړه ییز سیمینار کې وویل چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د فعالیت له پیل څخه تر دې دمه د هېواد په کچه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه غصب شوې یا د غصب تر ګواښ لاندې ځمکه استرداد شوې او د ځمکو په بانک کې ثبت شوې ده.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، د ۳۴ ولایتونو د غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص تخنیکي هيئتونو لپاره شپږ ورځنی زده کړه ییز سیمینار نن دوشنبه، د شوال د میاشتې په ۱۳ نېټه د ملکي خدمتونو انستیتوت په تالار کې جوړ کړ. د یاد سیمینار د پرانیستې په مراسموکې، د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق، د سترې محکمې استازي شیخ عبدالصمد حقاني او د عدليې وزارت نورو رئیسانو او مسؤولینو ګډون درلود.

مولوي احسان الله وثیق ګډونوالو ته د خپلو خبرو په ترڅ کې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل چې، له غاصبانو څخه د غصب شوې ځمکې راګرځول چې څو کاله یې په تصرف کې وه ډېر ستر کار دی او کمېسیون او تخنیکي هیئتونو دا کار ترسره کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې نن په ټول افغانستان کې خلک د هېواد په کچه د محمد داوود خان (پخوانی رییس جمهور) کارونه له دې جملې د کادستري قطعاتو تعیین او د ځمکو ثبت یادوي او وایي چې هغه ستر کارونه کړي دي. نوموړې زیاته کړه چې نن ورځې تخنیکي هیئتونو او کمېسیون د هغه وخت په پرتله ستر کارونه ترسره کړي؛ لکه د ځمکو تصفیه ساده کار نه ده او دا کار په به تاریخ کې پاتې شي.

د امارت د قضایاوو لوی رئیس او د کمېسیون سکرتر وویل چې د یاد کمېسیون د فعالیت له پیل څخه تر دې دمه څه باندې ۲.۵ میلیونه جریبه غصب شوې او یا د غصب تر ګواښ لاندې ځمکه استرداد او د ځمکو په بانک کې ثبت کړې ده.

نوموړي زیاته کړه سره له دې چې د تخنیکي هیئتونو زیاتې اداري ستونزې حل شوي، یو شمېر وړې ستونزې پاتي او کمېسیون هڅه کوي چې ژر تر ژره یې حل کړي.

له بلې خوا په دغو مراسمو کې د سترې محکمې استازي، شیخ عبدالصمد حقاني د کمېسیون له ولایتي تخنیکي هیئتونو څخه وغوښتل چې په خپلو کارونو کې لازم دقت وکړي. نوموړي زیاته کړه چې د اراضۍ نظام په تېرو څو لسیزو کې بې نظمه شوی او پراخې اراضې او حتی غرونه او دښتې چې د عام ولس ګټې اخیستنې لپاره وې، غصب شوي دي.

نوموړي وویل چې په ورته وخت کې خلک په ځانګړي توګه مهاجرین، کوچیان او د ټولنې نور قشرونه سرپناه غواړي او هغو ته د ځمکو له تصفیې پرته سرپناه ورکول ناشونې ده. د نوموړي په وینا کمېسیون موظف دی ترڅو دغه ځمکې تصفیه کړي او د اراضۍ نظام منظم کړي.

یاد سیمینار د کرنې، عدلیې، ښار  جوړولو، او سرحدونو رئیسانو او د ولایتونو تخنیکي هیئتونو نورو غړو په شمول څه باندې ۲۰۰ تنو ګډونوالو ته جوړ شوی چې ۶ ورځې به دوام وکړي. په دې سیمینار کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون، د امارتي غصب شویو ځمکو قضایاو ته رسیدګۍ اختصاصي محکمې شرعې اصولنامه، په ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص لارښوود او نورو اړینو سندونو او مواردو په اړه توضیح ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۱۰
Background image

د میدان وردک ولایت په تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړېدل

د ميدان وردک ولایت د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت د شوال د مياشتې په ۲۱ د نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته جوړیدل

د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته د شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د عدلیې وزارت د اداري معین مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د شوال د مياشتې په ۲۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له. . .

BACK TO NEWS