په بلخ ولایت کې د ۱۶۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۱۳:۳۳
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال د میاشتې په ۲۶ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

د هيئت په دې ناسته کې، د مزار شریف ښار په اتمه ناحیه کې د امير علي شير نوائي استوګنیزې پروژې د ۱ زره او ۲۰۰ جریبه ځمکې راپور وړاندې شو او د تایید وړ وګرځید او پرېکړه وشوه چې دوسیې یې مرکزي کمیسون ته واستول شي.

همداراز په دغې ناسته کې د بلخ ولسوالۍ د بوکې په ساحه کې تر دعوا لاندې د ۴۰۰ جریبه ځمکې راپور وړاندې شو او پرېکړه وشوه چې د يادې ځمکې دوسیه دې بشپړه او راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۲۰:۲۱
Background image

پکتیا ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۸:۱۶
Background image

په درېيو ولایتونو کې ۶۱۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ مه نېټه د شنبې  په ورځ ۶۱۰ تنو ته د هېواد په درېيو  ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۵:۹
Background image

۲۰ متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د. . .

BACK TO NEWS