د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د سید جمال الدین افغان ښارګوتي ځمکه د سندونو او قبالو له مخې، «شخصي» تثبیت شوه

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۱۴
.

د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د کابل ښار په دوه ویشتمه ناحیه او بګرامۍ ولسوالۍ کې د سید جمال‌الدین افغان ښارګوټي پر څه د پاسه ۱۱۸۸جریبه باندې ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره، یاده ځمکه د موجودو سندونو او قبالو او د یادې محکمې د مفتیانو د فتوا په اساس، د ۱۴۴۵/۸/۱۵ نېټه ۲۳/۴ ګڼه پرېکړې په ترڅ کې شخصي بللې ده.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، د یاد ښارګوټي ځمکه چې په ۸۸۸ ګڼه کادستري ټوټه کې شامله او د کادستر په سندونو کې د امارتي ځمکې په عنوان ثبت وه، بررسي کړې وه او موضوع یې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

اختصاصي محکمې د سید جمال‌الدین ښارګوټي د ځمکې موضوع په دقت سره بررسي کړې او په ځینو مواردو کې یې د یادې محکمې له مفتیانو څخه استفتاء کړې چې په پایله کې سندونو، قبالو او د علماوو فتوا ته په کتو سره، دغه دعوا د اشخاصو په ګټه پریکړه وشوه. د اختصاصي محکمې د پریکړې په اساس، د سید جمال‌الدین ښارګوټي ټوله څه باندې ۱۱۸۸ جریبه ځمکه شخصي ده او یاد کمېسیون د دغې ځمکې په اړه کومه ادعا نه لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له بنسټیزو موخو څخه یوه دا ده چې غصب شوې امارتي ځمکې له غاصبانو څخه بېرته واخیستل شي. دغه راز یاد کمېسیون ژمن دی چې تر دعوا لاندې ځمکو د شخصي توب د اثبات په صورت کې، د هغو اصلي مالکانو ته یې وروسپاري ترڅو عدالت په بشپړ ډول تطبیق شي او حق حق‌‌دار ته ورسیږي.