د پکتیا ولایت د عدلیې او د ټولګټو چارو رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه
د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د ټولګټو چارو رياست ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د میاشتې په ۸ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د ټولګټو چارو رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د پکتیا عدلیې رياست مسؤولینو د ټولګټو چارو رياست مسؤولينو ته د ځمکو اړوند د درېو دوسيو په اړه معلومات وړاندې کړل ، په یاده ناسته کی د ستونزو د حل په موخه هم د دواړه اړخونو ترمنځ نظریات تبادله شول.
همدارنګه د ټولګټو چارو ریاست په دې ناسته کې له عدلیې رياست سره د لا زياتو همکاریو ډاډ ورکړ.