د ميدان وردک ولایت د امر بالمعروف او د یاد ولایت د عدلیې ریاست ترمنځ ناسته جوړیدل
د ميدان وردک ولایت د امر بالمعروف رياست پلاوي د روژې د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې ریاست له رئیس او کارمندانو سره ناسته جوړه کړه.
د دغې ناسته په ترڅ کې چې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه د امر بالمعروف پلاوي له نبوی سنتو سره د کارمندانو د سیرت او صورت له مطابقت څخه نظارت وکړ.
راغلي پلاوي د کارمندانو له ليدنې خوښي څرګنده کړه او هغوی ته یې په کارونو کې له اخلاص څخه کار اخيستلو، له مراجعيونو سره په ښه سلوک او اړونده برخه کې له خپلو مشرانو څخه په اطاعت کولو سپارښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د ميدان وردک ولایت د عدلیې رئيس د امربالمعروف راغلي پلاوي ته د لا زياتو همکاري ډاډ ورکړ.