د ماشومانواصلاحي او روزنیزو مراکزو کې د کوید ۱۹ ویروس سره د مبارزې په تړاو د عدلیې وزارت د اقداماتو په هکله مطبوعاتي خبرتیا:

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۴ - ۱۴:۲۳

کابل- افغانستان: عدلیې وزارت د کوید ۱۹ ویروس سره د مبارزه لپار د ماشومانوو اصلاحي او رونیزو مراکزو کې ګټور فعالیتونه ترسره کړی.

یاد وزارت د کوید ۱۹ ویروس د خپریدو له پیل څخه تر اوسه درې ځلې لازم صحي مواد چې ( ماسک، دستکش او عفوني ضد مایع) پکې شامل وو توزیع کړي او د ماشومانو اوسیدنځایونه یې دوا پاشي کړي. او د دې تر څنګ د ماشومانو سره د هغو د کورنیو حضوري لیدنې د وضعیت تر بیا ښه کیدو پورې پرته له ځینو مهمو استثنايي برخو څخه بندې کړي. د یادونې وړ ده چې د عدلیې وزارت د اصلاحي مراکزو د ماشومانو ساتنې او سالمې روزنې ته ژمن دی. یاد وزارت د خپل مسولیت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د محجوزو ماشومانو ترمنځ د د کرونا ویروس خپریدا د مخنیوي لپاره له هیڅ ممکنه لارې او هڅې  څخه دریغ نه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۳:۴۲
Background image

د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو ریاست د خپلو مخکنیو ارزونو په دوام، د ذوالقعدې د مياشتې په ۵ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د عریضه لیکنې د فعالیت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۳:۳۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له یو شمېر دفترونو څخه نظارت او بررسي ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په جلال اباد ښار کې د معاملاتو لارښوونو له شلو دفترونو کتنه  وکړه او د هغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړېدل

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذوالقعدې د مياشتې په ۴ مه نېټه د دوشنې په ورځ د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه. . .

BACK TO NEWS