د عدلیې وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جواز صادر کړی دی

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۱:۴۵

د عدلیې وزارت په تېرو ۹ میاشتو کې ۶۴ خیریه بنسټونو ته د فعالیت جواز لیک صادر کړی چې له دې جملې څخه ۵۹ جواز لیکونه نوي او ۵ نور یې تمدېدي ول.

دغه جواز لیکونه د عدلیې وزارت د انسجام لوی ریاست له لوري له پړاوونو تېر او صادر شوي دي. همدا راز دې وزارت ۲۷ تنو نورو غوښتونکو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک صادر کړی چې له دې جملې څخه ۲۵ جواز لیکونه نوي او ۲ نور يې تمدېد شوي دي.

د عدلیې وزارت په دې موده کې ټولنو او خیريه بنسټونو ته د فعالیت د ۹۱ جواز لیکونو له صادرولو څخه ۸۷۵ زره افغانۍ عواید راټول او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحويلې کړي دي.

د عدلیې وزارت د انسجام د ریاست د بررسۍ هیئت په دې موده کې د ټولنو او خیریه بنسټونو ۵۳ دفترونه او د هغو کړنې یې څارلي او کنترول کړي  او له ۴۰ څخه زیاتې ټولنې او خیریه بنسټونه يې غیر فعاله تثبیت کړي دي.

دغه ریاست د ټولنو او خیریه بنسټونو د سندونو د پړاوونو د تېرولو په برخه کې هم یو لړ آسانتیاوې را منځ ته کړي چې له دې جملې څخه د خیریه بنسټ د جواز لیک د غوښتونکي لخوا د بانکي سټيټمنټ له ۲ میلیونه افغانیو څخه ۵۰۰ زره افغانیو ته راښکته کیدل، په دې اداره کې د ټولنو او خیریه بنسټونو د ثبت لپاره د یو منظم ډیټابېس جوړول او په حرفوي، صنفي او تخصصي برخو کې حقیقي اشخاصو ته د ټولنې د فعالیت جواز لیک ورکول یادولای شو.Top of Form

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۴:۵۵
Background image

په اووه ولایتونو کې ۲۹۲ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې  په ورځ ۲۹۲ تنو ته د هېواد په اووه  ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۲۰:۲۱
Background image

پکتیا ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۸:۱۶
Background image

په درېيو ولایتونو کې ۶۱۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مرکز او ولایتي آمریتونو یې د ذوالقعدې د میاشتې په ۹ مه نېټه د شنبې  په ورځ ۶۱۰ تنو ته د هېواد په درېيو  ولایتونو کې، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
په. . .

BACK TO NEWS