د عدلیې وزارت او مهاجرینو لپاره د ناروي پلاوي د دفتر تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د معلوماتو، مشاورې او حقوقي مرستو وړاندې کولو په برخه کې مهاجرینو لپاره د ناروي پلاوي له دفتر سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک د روژې د میاشتې په ۲۷ نېټه د دوشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین، مولوي عبدالغني فایق او مهاجرینو لپاره د ناروي پلاوي د دفتر سرپرستې آغلې پراچیتا شیتي له لوري د عدلیې وزارت په مقر کې لاسلیک شو.
د عدليې وزارت مالي او اداري معین د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو په مراسمو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د یادې موسسې د خدماتو قدرداني وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت په واکمنیدو سره په افغانستان کې د ټولو بهرنیو موسساتو امنیت تامین شوی دی او په دې برخه کې هیڅ ستونزه شتون نه لري.
نوموړي زیاته کړه چې د عدلیې وزارت د اسلامي امارت د اصولو او پالیسیو مطابق د یاد هوکړه لیک تطبیق ته ژمن دی.
مهاجرینو لپاره د ناروي پلاوي د دفتر سرپرستې په دغو مراسمو کې له عدلیې وزارت څخه د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې یاد دفتر د هوکړه لیک مطابق اجراآت ترسره کوي او اړوند راپورونه به یې وړاندې کړي.
یاد هوکړه لیک د معلوماتو، مشاورې او (په مدني قضایاوو کې) حقوقي مرستووړاندې کولو په برخو کې د همکارۍ په منظور چمتو شوی او دریو کلونو لپاره اعتبار لري.