په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ربیع الاول د میاشتې په ۲۷مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د اوبو د تصفیې یوه پایه معیاري دستګاه چې د دغه وزارت کارکوونکو ته د پاکو او صحي اوبو د برابرولو په موخه نصب شوې وه، پرانیسته او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.
د عدلیې وزیر د یادې دستګاه د پرانیستلو پر مهال خلکو لپاره د کارکوونکو او مسؤولینو پر صادقانه خدمت، د بیت المال پر ساتنې او په کاري چارو کې پر اخلاص ټینګار وکړ.
په عدلیې وزارت کې د اوبو د تصفیې د معیاري دستګاه د نصبولو پروژې لګښت ۱۵۰ زره افغانۍ دی او دا دستګاه ورځني مصرف لپاره زرګونه لیتره اوبه تصفیه کوي چې د دغه وزارت ورځنۍ اړتیا په بشپړ ډول پوره کوي.
