د عدليې وزارت د جزايې قوانینو د دیپارتمنت نوی رئیس ور وپېژندل شو

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۱۱:۲۷
.

محمد ادریس برمک چې د جمهوري ریاست د حکم پربنسټ د عدليې وزارت د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د انستیتیوت د لوی رئیس د جزايې قوانینو د دیپارتمنت د رئیس په توګه ټاکل شوی دی، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو انستیتیوت لوی رئیس ښاغلي برمک د ور پېژندنې په وخت کې د دې انستیتیوت د جزايې قوانینو برخه مهم وبلله او ويې ویل چې اړتیا ده ترڅو مسلکي کسان د دې برخې د کاري فعالیت او کیفیت کچه لوړه کړي.

هغه د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو انستیتیوت د لوی ریاست د جزايې قوانینو د دیپارتمنت نوي رئیس ته د مبارکۍ په ترڅ کې، هغه ته د بریالیتوب هیله وکړه.

.

د دې ریاست د جزایې قوانینو د دیپارتمنت نوي رئیس د وزارت له مشرتابه څخه د مننې په ترڅ کې، د دې برخې د چارو د ښه والي لپاره د زیات کار اوهڅو، ژمنه وکړه.

محمد ادریس برمک چې د جزا او جرم پېژندنې په څانګه کې د ماسترۍ سند لري د آزادې سیالۍ د پروسې له لارې چې پړاوونه يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د محترم خپلواک کمېسیون په همکارۍ تېریږي، دغه بست ته لاره موندلې ده او د جمهوري ریاست له منظورۍ څخه وروسته يې په رسمي ډول د عدليې په وزارت کې خپل کال پیل کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS