یو شمېر بنسټونو د کورنۍ د قانون د طرحې په باره کې خپل وړاندیزونه د عدليې له وزارت سره شریک کړل

waheed
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۱۵:۱۶

د یو شمېر مؤسسو او د مدني ټولنې د بنسټونو مسؤلانو د عدليې له مالي او اداري معین ګل محمد ګلزي سره په کتنه کې د کورنۍ د قانون د طرحې په باره کې خبرې وکړې او د دې قانون په باره کې خپل وړاندیزونه يې له هغه سره شریک کړل.

په دې کتنه کې چې د روان کال د لړم په میاشتې په ۲۵ نېټه، د یکشنبې په ورځ وشوه د مدني بنسټونو او مؤسسو استازو د کورنۍ د اهمیت په باره کې خبرې وکړې او د عدليې وزارت له کړنو په تېره بیا د کورنۍ د قانون د طرحې په برخه کې د قدردانۍ په ترڅ کې د دې طرحې په باره کې خپلې نظريې او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د عدليې وزارت مالي او اداري معین هم ټینګار وکړ چې په هېواد کې د حکومتوالۍ سیستم پرانستې دی او د عدليې وزارت د تقنیني سندونو د ښيې بډاینې په منظور د مدني ټولنې د ټولو بنسټونو د نظریو او وړاندیزونو هرکلی کوي .

د عدليې وزارت د کورنۍ د قانون د طرحې په اړوندو وزارتونو او دولتي ادارو او د افغانستان د عالمانو شورا د لیکلو نظریو غوښتنه هم کړې ده.

ټاکل شوې ده د دې قانون طرحه د طرحه شوو نظریو په پام کې نیولو سره ډیر ژر وروستنۍ شي او د پړاوونو د تېرولو لپاره د کابینې د قوانینو کمېټې ته ولېږله شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS