د معاملاتو په آنلاین سېسټم کې څه ‌باندې ۳۲۰۰ د معاملاتو لارښوونې ثبت شوې دي

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۹
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د معاملاتو لارښوونې آنلاین سېسټم په معاملاتو کې د اسانتیا او روڼتیا رامنځته کولو په موخه جوړ او فعاله کړی چې تر دې‌ دمه  په کابل ښار کې له ۳۲۰۰ څخه زیات د معاملاتو لارښوونې فعال دفترونه په‌کې ثبت شوي دي.

په دې سېسټم کې د املاکو او نقلیه وسایطو ټول معاملات په آنلاین ډول ثبت کېږي، د فعالیت د جواز وضعیت ښودل کېږي او د خلکو عریضې او شکایتونه په چټکۍ سره تعقیب کېږي. همداراز د عریضه لیکونکو د فعالیت او د هغو د جواز د اعتبار څرنګوالی په آنلاین ډول بررسي کېږي.

دغه سېسټم د معاملاتو لارښوونې یا موټر پلورنځي هر ثبت شوي دفتر ته یو ځانګړی بارکوډ په پام کې نیولی چې د هغه له لارې هر فرد یا اداره کولای شي د جواز د اعتبار وضعیت او اړوند معلومات بررسي کړي.

له بلې خوا، د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو سټې هم د دغه سېسټم له لارې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو د دفترونو متصدیانو ته په آنلاین ډول وېشل کېږي چې په ترڅ کې یې په معاملاتو کې د هر ډول جعل او تزویر مخه نیول کېږي.

اوس مهال د یاد سېسټم معاملات په بشپړ ډول د اجرا وړ دي او له قانوني اعتبار څخه برخمن دي او هر ډول معاملات چې له دې سېسټم څخه بهر او په قلمي ډول ثبت کېږي، قانوني اعتبار نه‌ لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۶۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال صفر‌المظفر میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۶۴ دفترونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

په تېره یوه اونۍ کې له ۲۹ داراوکالو څخه نظارت شوی

  د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۲۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

BACK TO NEWS