د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو موضوعات بررسي کړل.
په دې ناسته کې چې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه د کرنې او اوبو لګولو وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال محترم مولوي محمد حسن شاه آغا، د کرنې وزارت د اراضۍ رئيس محترم مولوي محمود مظلوم، د سترې محکمې استازي محترم مولوي محمد حماد، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په ننګرهار کې د غازي امان الله خان ښارګوټي، په بلخ کې د غضنفر ښارګوټي، په غزني کې د څه باندې ۳۵۰۰ جریبه ځمکې، په زابل کې د کابو ۱۷۰۰ جریبه ځمکې، په پکتیکا کې د نږدې ۱۹ زره جریبه ځمکې او په هرات، پنجشېر، بغلان او نیمروز ولایتونو کې د سلګونو جریبه نورو ځمکو د دوسیو په اړه بحث وکړ او په اړه یې لازمې پرېکړې وکړې.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ځینې موضوعات اړوندو ادارو ته، ځینې د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته او ځینې نور د کمېسیون ولایتي تخنیکي هیئتونو ته راجع شول.
