افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او توزیع د هیئت طرزالعمل توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۷
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او توزیع د هیئت طرزالعمل د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له‌خوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۲۸مه نېټه په ۱۴۸۴ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ. 

افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او توزیع د هیئت طرزالعمل یوه مقدمه، درې بابونه، څلور فصلونه او ۱۴ مادې لري او د تطبیق مرجع یې راستنېدونکو کډوالو لپاره د مرستو د جلب، راټولولو او تویع مرکزي او ولایتي هيئتونه دي.

په دې طرزالعمل کې د مرکزي او ولایتي هیئتونو ترکیب او د یادو هیئتونو وظیفې، د نقدي، غیر نقدي او خدماتي مرستو د جلب، ثبت، ساتنې او توزیع څرنګوالی، د هیئت همکارې مراجع، د مرستو د وېش د څارنې څرنګوالی او د مرستو د ممنوعیت موارد بیان شوي دي.

په دغه طرزالعمل کې مرکزي هیئت مکلف شوی دی ترڅو د مرسته کوونکو فهرست او د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو فهرست ترتیب کړي او د مرستو د جلب په منظور له داخلي مرسته کوونکو او هېواد څخه بهر له افغانانو مرسته کوونکو سره په رسمي توګه خبرې وکړي.

په یاد طرزالعمل کې د مرستو د جلب تګلارې هم توضیح شوي دي او د رسمي لارو پرته د داخلي مرستو جلب او د اسلامي امارت د اصولو او قوانینو او د دغه طرزالعمل د حکمونو خلاف د بهرنیو مرستو ترلاسه کول ممنوع شوي دي.

په دې ګڼه رسمي جریده کې د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د منازلو د بررسۍ ریاست د انحلال او سترې محکمې ته د یاد ریاست د چارو سپارلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان هم خپور شوی دی.

محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یادو اسنادو د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.

ډیټابیس: http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx  

تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanistan