په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د دغو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې درې دفترونه د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول.

نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې د نورو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم مشخصې کړې او د ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه یې د یادو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د هرات د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

BACK TO NEWS