د پکتيا عدليې رئيس د څمکنۍ او ډنډپټان ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۲۸
.

 د پکتيا ولايت د عدليې رئيس مولوي فاتح الله فاتح او ورسره مل پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ،  د دغه ولایت څمکنۍ او ډنډ پټان ولسوالیو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او يو شمېر نورو سيمه‌ييزو مسؤولينو سره یې وکتل.

په دې کتنو کې د پکتيا ولايت عدلیې رئيس د معاملاتو لارښوونې دفترونو، اتحادیو، موټر پلورنځيو، خيريه بنسټونو او عريضه‌ليکونکو په برخه کې د غير قانون فعاليتونو د مخنيوي او د نافذه قوانينو د تطبیق په برخه کې  خبرې وکړې او له مسؤولينو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

همداراز د دغه سفر په ترڅ کې د عدلیې رئيس او ورسره مل پلاوي له یو شمېرعریضه ليکونکو، موټر پلورنځيو، اتحادیو، خيريه بنسټونو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه هم نظارت ترسره کړ او د هغوی فعاليتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو شویو عریضه ليکونکو او د دفترونو د فعاليت جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۳ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.

همدارنګه د پاتې نورو دفترونو متصديانو او عريضه ليکونکو په چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې شوې چې د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه اړوندو مسؤولينو ته د نظارتي پلاوي له لوري لازمې توصیې وشوې.

د یاد نظارت په ترڅ کې د عدلیې رئيس په خپلو خبرو کې پر اړوندو مسؤولينو ټینګار وکړ چې د هېواد نافذه قوانينو په رڼا کې خپل ټول فعالیتونه ترسره کړي او د فعاليت جوازونه له ختمېدو وړاندې تمديد کړي.

د یادونې وړ ده چې د پکتيا ولایت د عدلیې رياست په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه په دوامداره توګه نظارت کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS