د پکتيکا د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو یو شمېر استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۶
.

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي لاهور خان وفادار د دغه ولایت د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر استازو سره د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسؤولینو هم ګډون کړی وو، ټینګار وشو چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه باید د کورونو او هټیو په لوړه کرایې ورکولو او د جعلي سټو له کارولو څخه ځان وساتي او په معاملاتو کې له رسمي سټو کار واخلي.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې د یادو دفترونو مسؤولين دې خپل ټول فعالیتونه د اسلامي امارت د نافذه قوانینو سره سم ترسره کړي.

د معاملاتو لارښوونې دفترونو استازو هم خپلې کاري ستونزې له عدلیې ریاست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS