په تېره اوونۍ کې په کابل ښار کې له ۱۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۴۰
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اوونۍ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۱۸ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونيول شوو چې په ترڅ کې یې دوه دارالوکالې د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شوې.

همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دارالوکالو نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د حل په برخه کې یې د هغو متصديانو ته لازمې توصيې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS