په کابل ښار کې د خيريه بنسټونو او اتحادیو له ۳۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۰:۱۹
.

 د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال سنبلې (وږي) مياشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د ۲۵ اتحادیو او ۱۰ خیریه بنسټونو  فعاليتونه نظارت او بررسي کړي دي. 
مؤظف پلاوي په دې نظارت او بررسۍ سره د یوه خيریه بنسټ دفتر  چې په ناقانونه توګه يې فعالیتونه درلودل، مهرلاک کړ.
هیئت د یادو اتحادیو او خیریه بنسټونو نورو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او پاليسیو مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي
همداراز نظارتي پلاوي له هغوی څخه وغوښتل چې د خپلو فعاليتونو راپور په وخت د عدلیې وزارت د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو چارو له رياست سره شريک کړي.
د عدليې وزارت د ټولنو او ټولنيزو بنسټونو د چارو رياست نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د اتحادیو او خیریه بنسټونو له فعالیت څخه بررسي او نظارت ترسره کوي تر څو د ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS