د عدلیې وزارت د درېیو مرکزي ریاستونو نويو رئیسانو په خپل کار پیل وکړ

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۲۱:۱

د عدلیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌‌ء ستر مقام په منظورۍ سره د نوموړې وزارت د درېیو ریاستونو لپاره نوي رئیسان وګمارل شول، او په خپل کار یې رسماً پیل وکړ.
د ا.ا.ا د ریاست الوزراء ستر مقام د حکم پر بنسټ محترم شاه محمد سباوون د خوست ولایت د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی لیسانس د لومړۍ رتبې په بست کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د عمومي ریاست د رئیس په توګه، محترم مفتي صاحب نورالله د لومړۍ رتبې په بست کې د عدلیې وزارت د حقوق عمومي ریاست د رئیس په توګه او محترم مولوي صاحب عبدالمتین احمد د دویمې رتبې په بست کې د نوموړې وزارت د محکمو وروستنۍ او قطعي حکمونو د تطبیق او تنفیذ ریاست د رئیس په توګه وګمارل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS