په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۵۳
.

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۷مه نېټه، د ‌یکشنبې په ورځ، د هرات ښار په پنځلسمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي په دې نظارت کې د یادو دفترونو رسمي سټې، د فعاليت جوازونه، د پیر او پلور قانوني‌توب او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د غيرقانونی فعاليت له امله وتړل شول.

همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې د دفترونو متصدياتو ته لازمې توصیې وکړې.

د هرات ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS