د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په بلخ ولایت کې څهباندې ۱.۱ میلیون جریبه څړځای تثبیت کړ
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په بلخ ولایت کې د سلګونو زرو جریبو ځمکو په بررسۍ سره، د یاد ولایت په ولسوالیو کې څهباندې یو میلیون او ۱۰۷ زره او ۶۵۲ جریبه څړځای (عامه مرعی) تثبیت کړ.
دا عامه څړځایونه د بلخ ولایت په ۹ ولسوالیو کې چې نهرشاهي، دهدادي، مارمل، بلخ، شولګره، چمتال، چهاربولک، کشنده او کوه البرز په کې شامل دي، موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د توظیف شوي پلاوي له لوري تر بررسۍ لاندې نیول شوي او د یاد کمېسیون د پرېکړې له مخې تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.
د یادو څړځایونو له مجموعې څخه ۸۰ سلنه یې چې څهباندې ۸۹۰ زره جریبه کېږي د څړځای په حالت کې پاتې او ۲۰ سلنه نورو یې طبیعي بڼه له لاسه ورکړې او د خلکو له لوري په للمي او آبي (اوبهلرونکو) کرنیزو ځمکو او هستوګنیزو کورونو تبدیل شوي او یا نور تصرفات پهکې شوي دي.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۳ مادې پر بنسټ، پر عامه څړځایونو تېری او په کرنیزو ځمکو د هغو بدلول، په هغو کې د سرپناه (کور) جوړول او په مرعی ځمکو کې هر ډول نور تصرفات منع دي. د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی مؤظف شوی چې د اصولو په پام کې نیولو سره، د هغو مرعی ځمکو په هکله چې له طبیعي حالت څخه وتلي، د حل لارې چارې ولټوي.
د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لهخوا توظیف شوی دی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو د ځمکو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر پای ته رسېدو سره، یاد شوي څړځایونه د ځمکو په بانک کې ثبت کېږي.