د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او د امنیه قوماندانۍ مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۵۲
.

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح، د یاد ولایت له امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص سره د رجب المرجب د میاشتې په ۸ مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دې ناسته کې چې د عدلیې ریاست نورو مسؤولینو هم ګډون درلود، د دواړو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.

د پکتیا امنیه قوماندان په دې ناسته کې د یاد ولایت عدلیې ریاست ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د دغه ډول ناستو جوړول د دواړو ادارو تر منځ د همغږيو د پیاوړتیا او خلکو ته د اغیزمنو خدمتونو وړاندې کولو لپاره اړین ده او اړتیا ده چې دوام ومومي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS