د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د پکتيا ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د پکتيا له مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين، د استيناف محمکې رئيس مفتي عبیدالله خالد او د دغه ولایت  یو شمېر نورو مسؤولینو سره د همغږۍ ناسته  ترسره کړه.
په دې ناسته کې چې د پکتيا ولایت د مقام په مقر کې ترسره شوه، د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د وړيا حقوقي مرستو او مشورو د وړاندې کولو څرنګوالي، حقوقي مرستو ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو د لاسرسۍ، په ټول هېواد کې د ۱۸۸ وړيا شمېرې له لارې وړيا حقوقي مشورې ورکول او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او مسؤولينو سره یې لازم معلومات شریک کړل.
په دې ناسته کې د پکتيا ولایت مرستيال والي او نورو مسؤولينو ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست ته د بيوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو، حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د هغوی د مؤکلينو دوسیو ته د رسېدنې په برخه کې به هم لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS