د ایران سفیر د عدليې له وزیر سره په کتنه کې: په افغانستان کې له جمهوریت او اساسي قانون څخه ملاتړ کوو

waheed
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۴:۲
.

د ا.ا.ج د عدليې وزیر قضاوتپوه فضل احمد معنوي نن سهار په کابل کې د ایران له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عدلي همکاریو او د مجرمانو د استرداد په باره کې خبرې وکړې.

ښاغلي امینیان په دې کتنه کې ښاغلي معنوي ته د عدليې وزارت د سمت او له پارلمان څخه د باور د رای د ترلاسه کولو د مبارکۍ په ترڅ کې وویل چې د ایران د عدليې وزارت د افغانستان د عدليې له وزارت سره د همکارۍ د پیاوړتیا او د تجربو د تبادلې لپاره چمتو دی.

هغه زیاته کړه چې ایران د کابو درې نیمو میلیونو افغان پناه غوښتونکو کوربه دی او کابو ۲۰ زره افغان زندانیان هم د دغه هېواد په زندانونو کې زنداني دي. هغه وویل چې د ایران دولت چمتو دی چې دغه زندانیان افغانستان ته وسپاري او دغه راز د ایران دولت ته په افغانستان کې د ۲۵ ایراني زندانیانو په هکله هم پاملرنه وشي.

.

د هېواد د عدليې وزیر په مقابل کې له افغان مهاجرینو څخه د ایران له کوربه توب څخه په مننې سره وویل چې هڅه کېږي په ایران کې د افغان مهاجرینو د ستونزې او له هغه هېواد څخه د زندانیانو د لېږدونې لپاره د منطقي حل یوه لاره ولټول شي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ د مجرمانو د استرداد په برخه کې یو موافقه لیک شتون لري او هڅه کېږي دغه موافقه لیک پیاوړی او تطبیق شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر دغه راز وویل چې د ایران په زندانونو کې د ۲۶۰۰ افغان زندانیانو دوسيې بشپړې او افغانستان ته د لېږدونې لپاره چمتو دي.

بهادر امینیان د افغانستان د سولې د بهیر په باره کې هم وویل چې د ایران دولت په افغانستان کې له جمهوریت او اساسي قانون څخه ملاتړ کوي او هیله لري چې ډیر ژر د سولې بهیر پایلې ته ورسېږي.

.

هغه دغه راز زیاته کړه چې د هغه هېواد د عدليې وزارت د افغانستان د عدليې وزیر ته بلنه ورکړې ده چې ایران ته په سفر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او د تجربو د تبادلې په باره کې، بحث او خبرې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS