د ټولنیزو چارو د معینی -ژوندلیک

د ا.ا.ج د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو د مرستیالې فضیلتمآب ډاکتر ذکیه عادلی ژوند لیک
ځانګړنی:

ډاکټره ذکیه عادلي په ۱۳۵۹ هـ ل کال کې په یوه روڼ اندې او مذهبي کورنۍ کې زېږېدلې ده او زده کړې یې له لومړنیو زده کړو نیولې تر دوکتورا (PHD) پورې د سیاسي علومو په برخه کې په ایران کې سرته رسولي دي.زکیه عادلی معین امور اجتماعی وزارت عدلیه

تحصیلي سابقه:
(PHD) یې د تهران له تربیت مدرس له پوهنتون څخه د سیاسي علومو د تخصص په برخه کې ترلاسه کړې ده.
کاري سابقه یې:
 - له ۱۳۹۶ هـ ل کال نه تر اوسه په کابل پوهنتون کې د بین المللي اړیکو او سیاسي علومو کدري استاذ.
 - له ۱۳۹۶ هـ ل کال نه تراوسه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د څېړنو د کومېټې رئیسه.
 - د ۱۳۹۴ هـ ل کال له لومړیو نه تراوسه د ښځو په فکري بنسټ کې د مطالعاتو د دیپارتمنت رئیسه.
 - له ۱۳۹۳ تر ۱۳۹۴ هـ ل کال پورې د کاتب پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي رئیسه.
 - له ۱۳۸۷ نه تر ۱۳۹۱ هـ ل کال پورې د تهران په خیریه مؤسساتو کې همکار استاذ.
 - له ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۸۲ هـ ل کال پورې د ډاکار په مؤسسه کې د ښځو د برخې مدیره.
 - له ۱۳۷۶ نه تر ۱۳۷۸ هـ ل کال پورې په ایران کې دمهاجرینو د عالي کمیشنرې پر څارنې لاندې د عمومي کتابتون رامنځته کوونکې او مدیره.
 - له ۱۳۷۳ نه تر ۱۳۷۶ هـ ل کال پورې په ایران کې د مهاجرینو د فرهنګي ټولنې جوړوونکې او مدیره.

له ۱۳۹۷ هـ ل کال وروسته د ټولنیزو چارو د مرستیالې په توګه
د عدلیې وزارت په تشکیل کې د ټولنیزو چارو معینیت نوی رامنځته شوی دی، د ټولنیزو چارو معینیت د حقوقي آسانتیاو د لوی ریاست کاري چارې په مستقیم ډول تر غور لاندې نیسي او همدا رنګه د بشري حقونو او انسجام عمومی ریاست د څارنې او ارزونې مسئوولیت پرغاړه لري.

اجرایي سوابق
•    د ۱۳۹۹ له طالبانو سره د حکومت د اړیکې د لومړني هیئت غړی
•    په ۱۳۸۳ هـ ل کال په ایران کې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د کومېټې غړې.
•    له ۱۳۷۴ نه تر ۱۳۷۶ هـ ل کلونو پورې د ایران په بیرجند پوهنتون کې له کانکور پرته د مهاجرو محصلینو د مننې طرح کوونکې او اجرایي مدیره.

تألیفات او څېړنې
•    د ملګرو ملتونو د امنیت سازمان او د افغانستان برلونونه- کتاب په ۱۳۸۶ هـ ل کال د عرفان خپرندویه ټولنې چاپ.
•    له ښکېلاکي حالاتو وروسته د اساسي قوانینو شمېر-کتاب په ۱۳۹۴ هـ ل کال د کاتب خپرونو چاپ.
•    په لږو برمخ تللیو هېوادونو کې د ښځو حالت؛ د مقالو ټولګه تر چاپ لاندې.
•    شعري ټولګه ٬٬ زیباي مه آلود ،، تر چاپ لاندې.
•    په افغانستان کې د ښځو د ځای د وضعیت بیژندنې د ملي کنفرانس لومړنئ ویژه نامه

څېړنې علمي مقالې:
•    د بهرنی سیاست فصلنآ د افغانستان د آسیا سهیل هېوادونو د همپالنې د عواملو څېړنیزه علمي مقاله
•    په اسلام کې د دیپلوماسۍ بدلون او بین المللي حقوق، څېړنیزه علمي مقاله، په ۱۳۹۶ هـ ل کال د کابل پوهنتون په علمي مجله کې چاپ شوې ده.
•    د افغانستان ۱۳۴۳ او ۱۳۶۴ هـ ل کالونو د ټآکنیزو قوانینو تحقیقي او څېړنیزې کره کتنې مقاله په ۱۳۹۵ هـ ل کال اندېشهّ معاصر فصلنامه کې چاپ.
•    د افغانستان د اساسي قوانینو د ډولونو په اړه څېړنیزه مقاله د اساسي قانون د نمونو په رڼا کې، د منځني ختیځ د پوهنیزې او څېړنیزې فصلنامې چاپ ۱۳۹۵ هـ ل کال.
•    په افغانستان کې د دیموکراسۍ زیانونه پېژندلو په اړه څېړنیزه او پوهنیزې مقاله په ۱۳۹۴ هـ ل کال د کاتب فصلنامې چاپ.
•    په سوله کې د ښځو نقش د ملګرو ملتونو د امنیت شوري له نظره علمي او تخصصي مقاله؛ د بهرنیو چارو د وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو په تصلنامه کې چاپ ۱۳۹۳ هـ ل کال.
•    په افغانستان کې د دیموکراسۍ د درزونو په اړه پوهنیزه او څېړنیزه مقاله ( د ظاهرشاه او اوسني وضعیت) د بین المللي اړیکو د څېړنو تحقیقي او علمي فصلنامې چاپ ۱۳۹۲.
•    له استعمار وروسته د ښځو د وروسته پاتې ساتلو د څرنګوالي په اړه پوهنیزه او څېړنیزه مقاله د ښځو د نړیوالې غونډې او اسلامي ویښتابه د غوره مقالو په کتاب کې چاپ ۱۳۹۱ هـ ل کال.
•    او نورې مقالې.
•    لارښود استاد، مشاور او د ماسټرۍ په تر3۰۰ تېزسونو څخه زیاتو کې حکم.
•    په پوهنیزو او تخصصي خپرونو کې لیکواله او د لیکنې هیئت غړې. ( فصلنامه اندېشه، فصلنامه سیاست خارجي، فصلنامه کاتب، فصلنامه حقوق و سیاست، فصلنامه پژوهي خاورمیانه.)

اجرايې سوابق
•    د ۱۳۹۹ له طالبانو سره د حکومت د اړیکې د لومړني هیئت غړی
•    د ۱۳۹۸سولې لپاره د ښځو د ملي ټولنې د جوړونکی تیم ستر غړۍ
•    د ۱۳۹۸سولې لپاره د ښځو د ملي ټولنې د جوړونکی تیم د کمیټې غړۍ
•    د ۱۳۹۸سولې لپاره د ښځو د ملي ټولنې د جوړونکی تیم  طرحه کوونکی  او مدیر 

 ژبې
•    دري، پښتو، او انګلیسي.