د عدليې په وزارت کې د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ د کميټې  دوه یمه کاري غونډه جوړه شوه

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۴:۳۱
.

سه شنبه د ۱۳۹۸ د سلواغې ۲۲

د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ د کمیټې دوه یمه کاري غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدليې د وزیر جلالتمآب محترم عبدالبصیرانور په مشرۍ د خبرو او د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ کميټې د دندو د لایحې د طرحې د تصویب په منظور جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزیر ډاکتر عبدالبصیر انور د موضوع په باب خبرې وکړې او ويې ویل: د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملګرو ملتونو سازمان د غړي او بین المللي ژمنو ته د ژمن په توګه، تر اوسه پورې د بشري حقوقو له اوو کنوانسیونونو او له دریو عمده اختیاري پروتوکولونو څخه، الحاق کړی دی او د هغو په تطبیق مکلف دي. هغه وویل د بشر د حقوقو د بین المللي مکلفیتونو اجرا او په تېره بیا د بشر د حقوقو د بین المللي کنوانسیونونو تطبیق د همغږۍ یوه میکانیزم او د حکومت په کچه تعقیبولو ته اړتیا لري ترڅو د بشر د حقوقو د بین المللي ژمنو د تطبیق لپاره زمینه مساعده شي. په همدې منظور، د بشر د حقوقو د ملاتړ ریاست له یو بین الوزارتي میکانیزم په توګه د عدليې وزارت په چوکاټ کې رامنځته او نور وزارتونه او حکومتي بنسټونه مکلف کړی شول چې د بشر د حقوقو د ملاتړ له ریاست سره، هرارخیزه همکاري وکړي. دغه اداره د بشر د حقوقو د ملاتړ د مقررې پربنسټ په دولتي ادارو کې فعالیت کوي.

دومین  نشست کاری کمیته انسجام و هماهنگی حقوق بشر در وزارت عدلیه برگزار شد

هغه زیاته کړه چې د وروستیو کلونو په بهیر کې د بشر د حقوقو د رعایت، ملاتړ او تحقق په برخه کې زیات فعالیتونه او هلې ځلې شوې دي. د دولتي ادارو تقنیني سندونه، پالیسۍ، ستراتیژۍ او کاري برنامې د بشر د حقوقو له اصولو او معیارونو سره سمې برابرې او تنظیمې شوې دي.او د دولتي ادارو کارکوونکو د بشري حقوقو د ظرفیت د ودې لپاره هڅې ترسره شوې دي.

هغه د دې غونډې له برخه والو څخه وغوښتل چې د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ د کميټې د لایحيې او په دولتي ادارو کې د بشر د حقوقو د بین المللي کنوانسیونونو د تطبیق د تعقیبولو دلارښود په اړوند چې پخوا د ادارو د استازو په واک کې ورکړې شوی دي خپلې نظريې وړاندې کړي او هغه وروستي او تصویب کړي او دغه راز د مدني ټولنې له بنسټونو څخه د یوه د غړیتوب په برخه کې د پخوانې غونډې له وړاندیز سره سم لازم تصمیمونه ونیسي.

هغه دغه راز له ټولو دولتي بنسټونو او ادارو څخه وغوښتل چې د دې وزارت د بشر د حقوقو د ملاتړ له ریاست سره، هراړخیزه همکاري وکړي او د بشر د حقوقو د بین المللي مکلفیتونو د ترسره کولو په برخه کې، زیاته پاملرنه وکړي.

په دې غونډه کې، د عدليې وزارت د بشر د حقوقو د ملاتړ رئیس، د پخوانې غونډې د تصمیمونو او د شاخصونو د ټاکنې او له ادارو سره د هغو د شریکولو په اړوند له اجراآتو رپوټ وړاندې کړ او د بشر د حقوقو د سمون او همغږۍ د کمیټې دندو د لایحيې د مسودې په هکله خبرې وشوې.

په پایله کې د سمون او همغږۍ د کمیټې د دندو لایحه د یولر اصلاحي نظریو په یادونې سره تصویب شو او دغه راز په رهبرۍ کمیټه کې د مدني ټولنې د یوه استازي ټاکنې د ډول په هکله، موافقه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۲
Background image

د کال ۱۳۹۹ لپاره د عدليې وزارت تقنیني ستاژ د شمولیت آزموینه واخیستل شوه

د ا.ا.ج د عدليې وزارت د تقنیني ستاژ د شمولیت ازموینې څلورم دور د دغه وزارت لخوا د ۱۳۹۹ هـ.ش کال لپاره واخیستل شوه.

دغه ازموینه چهارشنبې ورځ، د کب ۷ نېټه د افغانستان په ملکي خدمتونو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۱۰:۱۹
Background image

د کابل دارالترجمو د ژباړونکو د آزموینې دریمه دوره ترسره شوه

د ا.ا.ج د عدليې وزارت د رسمي سندونو ژباړنې او تصدیق د چارو د حکمونو د تطبیق او په هېواد کې د رسمي سندونو د ژباړنې د کیفیت د لوړولو په منظور، د کابل د دارالترجمو دژباړونکو د آزموینې. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۹
Background image

د عدليې وزارت مکمل رپوټ چې  په، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په خبري کنفرانس کې وړاندې شو.

شنبه، د ۱۳۹۸ کال د کب ۳مه-ملت ته د حکومت د حساب ورکولو کنفرانس
 د قوانینو اصلاح کول د عدلیې وزارت له عمده موخو څخه ده، چې د طرحې، د تقنیني اسنادو د تسوید او تدقیق او د چاپ پړاوونو د. . .

BACK TO NEWS