کورنې پلټنه او له فساد سره مبارزه
عمومي اطلاعات
د عدليې وزارت له دندو څخه یوه د فساد سره مبارزه او په مرکز او ولایتونوکې په عدلي کیفیت سره د خدمتونو وړاندې کول دي.
په همدې منظور، د کورنې پلټنې ریاست په دې وزارت کې د یو مهم تشکیلاتي واحد په توګه فعالیت کوي ترڅو د دغو خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالي و پلټي او بررسي کړي.
دغه ریاست په مسلکي، مالي او اداري اجراآتو څخه د ډاډ د ترلاسه کولو له هغو د اغیزمنې څارنې او کنترول، د اړوندو ادارو د ترتیب شوو پلانونو د تحقق له څرنګوالي، د کنترول او څارنې له لارې د عامه شتمنیو له ساتنې، د غیر قانوني، غیر اغیزمنو، غیر ګټورو او ناسمو فعالیتونو د بیژندنې او د هغو د اصلاح او نواقصو له وړاندیز څخه د ډاډ د ترلاسه کولو په موخه رامنځته شوی دی.
د کورنې پلټنې ریاست په وزارت کې د کنترول او څارونکې د یو بنسټ په توګه د دغه وزارت تراغیز لاندې واحدونو له مالي او اقتصادي فعالیتونو په منظم ډول پلټنې او بررسي کوي او د هغو فعالیتونه رهنمايې او تنظیموي.
د کورنې پلټنې ریاست د عدليې وزارت له لوري له منظم شوي پلان سره سم د بررسۍ د عالي ادارې په همغږۍ سره، فعالیت کوي. دغه ریاست د پلټنې، څارنې او کنترول او د رپوټونو د تحلیل او توحید د بورد برخې لري.
دغه ریاست د عدليې وزارت پورې اړوندو ادارو کې د اداري فساد د مواردو د تثبیت په صورت کې، له مخالفانو سره له قانون سره سم چلند کوي.
د عدليې وزارت د کورنې پلټنې ریاست د کړنو رپوټ لاندې ولولئ
یو میاشتنې رپوټ
ربعوار رپوټ
کلنی رپوټ