ریاست انسجام، بررسی و ثبت جمعیتهای اجتماعی و احزاب سیاسی
د انسجام، بررسي او د ټولنیزو جمعیتونو او سیاسي ګوندونو د ثبت ریاست د ا.ا.ج د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه یو ریاست دی. دغه ریاست د ا.ا.ج د انتقالي دولت د رئیس د ۱۵۲ ګڼه فرمان په اساس په کال ۱۳۸۱ کې د عدلیې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شو.
د انسجام، بررسي او د ټولنیزو جمعیتونو او سیاسي ګوندونو د ثبت د ریاست تشکیل :
- د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو آمریت؛ دغه آمریت په خپل تشکیل کې د معاملاتو د لارښوونې د بررسي او ثبت د لوی مدیریت ۱ بست، د عریضه لیکونکو د جواز د بررسي او ثبت ۱ مدیریت، د معاملاتو د لارښوونې د بررسي او ثبت د مامور ۲ بستونه او د معاملاتو د لارښوونې د څارنې د غړو ۳ بستونه لري.
- د جمعیتونو د اسنادو د بررسي او څارنې د بورد مسلکي غړي: دغه برخه د جمعیتونو د اسنادو د بررسي او څارنې د غړو ۵ بستونه او د جمعیتونو د اسنادو د ثبت د مامور ۱ بست لري.
- د سیاسي ګوندونو د سندونو د بررسي او څارنې د بورد مسلکي غړي: دغه برخه د سیاسي ګوندونو د اسنادو د بررسي او څارنې د غړو ۵ بستونه او د سیاسي ګوندونو د ثبت د مامور ا بست لري.
- اداري مدیریت: دغه مدیریت یو مدیر او یو اداري مامورلري.
د انسجام، بررسي او د ټولنیزو جمعیتونو او سیاسي ګوندونو د ثبت د ریاست عمده او اساسي موخه:
ددې ریاست عمده او اساسي موخه، د ټولنیزو جمعیتونو، سیاسي ګوندونو، د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکونکو بررسي او ثبت ده.
د انسجام، بررسي او ټولنیزو جمعیتونو او سیاسي ګوندونو د ثبت د ریاست عمده دندې:
- د اساسنامو بررسي.
- د ټولنیزو جمعیتونو په برخه کې د فرمانونو، مقررو او لارښودونو وېش.
- د ټولنیزو او سیاسي جمعیتونو د دوسیو تنظیم.
- د ټولنیزو او سیاسي ارګانونو له مقرڅخه کتنه.
- د سیاسي ګوندونو د اساسنامې او مرام نامې بررسي.
- دګوندونو په برخه کې د فرمانونو، مقررو او لارښودونو وېش.
- د فایلینګ په نوي سیستم سره د دوسیو، مکتوبونو، لارښودونو او پالیسیو تنظیم.
- په ربعوار ډول د ریاست د هر غړي لپاره د کاري پلانونو تنظیم او تدوین.
- د تنظیم شوي د دندو د لایحې او دکار د پلان په وړاندې د هر غړي مسؤل والی.
- په اړوندو کتابونو کې د ټولنیزو سازمانونو او سیاسي ګوندونو ثبت.
- د اړوندو جمعیتونو مسؤلینوته د (م ۲۵) فورمې وېش.
- جمعیتونو او سیاسي ګوندونو ته د راجستر د سند ترتیب.
- د کورني، ملي دفاع او مالیې محترمو وزارتونو او د ملي امنیت، یوناما او د دایاګ ادارو ته د سیاسي ګوندونو په اړه د مکاتیبو لېږل.