د ګوندونو د قانون، د ټولنو د قانون او د سیاسي ګوندونو مالي تمویل د قانون د بیاکتنې او تعدیل درې ګونو کمېټو، په کار پیل وکړ
د هغې طرحې بربنسټ چې پخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت له لوري، جمهوري ریاست ته وړاندې شوې وه، د ګوندونو د قانون، د ټولنو د قانون او د سیاسي ګوندونو د مالي تمویل د قانون د بیاکتنې او تعدیل د درې ګونو کمېټو د رامنځته کول د جلالتمآب جمهور رئیس له لوري د تائید ور وګرځیدل. پرهمدې بنسټ، د عدليې وزارت د ټولنیزو چارو او د محترمې معینې(ډاکټرې زکيې عادلي) په مشرۍ په یوه غونډه کې یادو کمېټو په رسمي ډول خپل کار پیل وکړ.
ډاکټر عادلي په دې یادونې سره چې د کمېټو اوسني غړي د هېواد له ډیرو ښوعلمي کدرونو څخه دي او په دې ترڅ کې په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د کافي تجربولرونکي دي، وویل: د یادو کمېټو د رامنځته کولو موخه د ټولنیزو بنسټونوتشکلونو او سیاسي ګوندونو اغیزمن فعالیت ته سازمان ورکول دي.
هغې دغه راز زیاته کړه پر هغو ستونزو سر بیره چې د هېوادوالو په واسطه له سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو څخه په سم فهم کې شتون لري، د سیاسي ګوندونو او ټولنو د فعالیت په اړوند په اوسنيو نافذو قوانینو کې ځینې شته نیمګرتیاوې هم د دې سبب شوي دي، چې دغه بنسټونه ونه کړی شي د ټولنې له هیلو سره سم اغیزمنتوب او ګتورتوب ولري. په اوسني قانون کې یوه ستره تشه د سیاسي تشکلونو د فعالیت او دغه راز اپوزیسیون نه تعریف او اټکل دی.
د سیاسي ګوندونو د تمویل او د ملي سیاسي ګوندونو د معنا لرونکي مشارکت لپاره د ملاتړیزو میکانیزمونو څرنګوالي هم له مهمو مواردو څخه دي. چې د ګوندونو د قانون د بیاکتنه او تعدیل کې به د پاملرنې ور وګرځي.
هغې دغه راز اشاره وکړه چې د ټولنو په اوسني قانون، په تیره بیا د شورا، سازمان، ټولنې او د بسټونو لپاره د انتخابي نومونو د ځانګرتیاوو په شان د مفاهیمو په تعریف کې شته ابهاماتو هم د هېوادوالو او هم د اداري کارکوونکو لپاره زیاتی ستونزې رامنځته کړي دي چې هیله ده د اوسنیو قوانینو د بیاکتنې او تعدیل سره د ټولنیزو بنسټونو، تشکلونو او سیاسي ګوندونو د اغیزمن او معنا لرونکي مشارکت زمینه برابره کړي.
په دې ترڅ کې د تشکلونو، سیاسي ګوندونو او ټولنیزو بنسټونو له فعالیت څخه اغیزمنه څارنه، د څارنې د ګډې کمېټې د رامنځته کولو مستلزم، د عدليې وزارت په محوریت او د اړوندو وزارتونو او ادارو غړیتوب دي چې په قانون کې به ځای کړی شي.
په پای کې د درې ګونو کمېټو ځینو غړو د دغه نوښت د مننې په ترڅ کې خپلې نظريې طرحه کړې او په یادو کمېټو د صادقانه او اغیزمن کار په نسبت خپله ژمنه څرګنده کړه.