د هېواد په لرې پرتو سیمو کې مدافع وکیل ته د لاسرسي د زمینې په برابرولو، د عدلیې د وزیر ټینګار

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۵:۱۹
.

د عدليې وزیر او د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسيون رئيس فضل احمد معنوي د دې کمېسيون په پنځمه ناسته کې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د مدافع وکیل  پر حضور ټینګار وکړ.

د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون پنځمه ناسته د شنبې ورځې د وري په ۲۱ مه نېټه د عدليې وزیر او په دې کمېسیون کې د غړو ادارو او بنسټونو په ګډون جوړه شوه او په هغې کې د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کوونکو مراجعو د رپوټونو، د بېوزلۍ د فورمې د ترلاسه کولو او د بررسي  کړنلارې او د قضیو له شمېرڅخه د رپوټ  د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.

ښاغلي معنوي په دې ناسته کې وویل  چې په ځینو ولایتونو کې مدافع وکیل حضور نه لري او اړتیا ده په هغو ځایونو کې چې د لوږې کچه زیاته او مدافع وکیل ته لاسرسی محدود دی د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې او د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کوونکو نورو بنسټونو په همکارۍ جدي پاملرنه وشي .

.

هغه تصرېح کړه د عدليې وزارت  په نوي تشکیل کې چې ځینو ولسوالیو لپاره يې حقوقي مساعد په پام کې نیولی دی او منظورۍ ته په تمه دی کولای شي د دې ستونزې یوه برخه حل کړي.

د عدليې وزیر په بیوزلو کسانو پورې د اړوندو قضیو په هر اړخیزې رسیدګۍ ټینګار وکړ او په عین حال کې وویل چې د افرادو د بېوزلۍ تثبیت، زیات ژوروالی غواري خو نباید د کار د چتکتیا خڼد شي هغه لارښوونه وکړه  چې د بېوزلی د پېژندنې میکانیزم په راتلونکو څو هفتو کې برابر او د هغه پر بنسټ دې کار وشي.

فصل احمد معنوي د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کولو په بهیر کې د ننګونو د شتون په اړه وویل چې د ماليې وزارت له لوري د حقوقي مساعدتونو د پولي صندوق نه رامنځته کول په دې برخه کې یو له عمده وو ننګونو څخه دی. هغه وویل چې دغه موضوع يې د ا.ا.ج په کابینې کې مطرح کړې ده او تمه کېږي چې د ماليې وزارت دغه صندوق د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ ژر تر ژره رامنځته کړي هغه همداراز د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون سکرتریت ته لارښوونه وکړه ترڅو ماليې وزارت ته په دې اړه مکتوب ولېږي او د پاملرنې او نه پاملرنې په اړه ورته رپوټ وړاندې کړي.

په دې ناسته کې د لويې څارنوالۍ مرستیال هم د مدافع وکیل یا حقوقي مساعد د استخدام لپاره د بېوزلی په پېژندنې کې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

.

له بلې خوا د افغانستان د مدافع د وکیلانو د خپلواکې ټولنې رئیس روح الله قاريزاده هم د څېړنې له پړاو څخه د محاکمې تر پړاو  پورې د مدافع وکیل او حقوقي مساعد د حضور په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې همدا اوس په زیاتو مواردو کې د څېړنې په پړاو کې مدافع وکیل او حقوقي مساعد ته د حضور اجازه نه ورکول کېږي په داسې حال کې چې د هغوی حضورته جدي اړتیا ده.

په دې ناسته کې د عدليې وزارت د حقوقي مساعدتونو لوی رئیس د هغو قضیو د شمېر په اړه چې د ۱۳۹۹ مالي کال په وروستۍ ربعې کې د دې وزارت له لوري وروستنۍ شوي دي او د هغو بنسټونو په اړه چې د عدليې وزارت په همکارۍ حقوقي مساعدتونه وړاندې کوي، معلومات ورکړ. د عدليې وزارت په دې ربعې کې ۳۵۰۷ قضيې په بیلا بیلو پړاوونو کې دفاع او وروستنۍ کړې دي او ۵۱۴ حقوقي مشورې يې هم افرادو ته وړاندې کړې دي. او د دې ترڅنګ ۱۳۲۱ قضيې د حقوقي مساعدتونو په برخه کې  د هغو ۸ فعالو بنسټونو له لوري، چې خپل رپوټونه يې کمېسیون ته وړاندې کړي دي وروستنۍ شوې دي.

همداراز په دې ناسته کې ټینګار وشو چې د حقوقي مساعدتونو په برخه کې د فعالو نادولتي بنسټونو رپوټ ورکونه باید کره او د باور وړ وي په دې ناسته کې  د عدليې وزیر او د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون رئیس وویل چې په دې برخه  باید واضح میکانیزم جوړ او له اړوندو بنسټونو سره شریک شي. له دې سره سره په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د دې ناستې غړي باید د دې اوونې ترپایه د حقوقي مساعدتونو د وړاندې کوونکو بنسټونو له فعالیتونو څخه د رپوټ ورکونې  د میکانیزم په اړه خپل نظرونه د حقوقي مساعدتونو د عالي کمېسیون له سکرتریت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون رپوټ

لکه څنګه چې تاسې په لړ کې یاست، د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د قانون پر بنسټ چې وروستنی د تعدیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د عدليې وزیر په عدلي، قضايي او تقنیني برخو کې د ملتونو د سازمان د پرمختیايې برنامو د همکارۍ غوښتونکی شو.

د هېواد د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پرمختیايې برنامې (UNDP) له رئیس ښاغلي عبدالله الدرداري سره لیدنه وکړه او په عدلي، قضايي او تقنیني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۶ - ۸:۵۹
Background image

په آنلاین غونډه کې د هېواد د عدليې وزير قانونپوه فضل احمد معنوي دويناوو متن« د عدالت د تامین له لارې د سوله ییزې او ټول شموله ټولنې رامینځته کول»

چهارشنبې د اپريل ۱۴ مه د ۲۰۲۱  کال

قدرمنو وزیرانو، د نړیوالو سازمانونو رییسانو، د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو معززو استازو، ګډونوالو، آغلو او ښاغلو!

وخت مو پخیر!

اجازه راکړئ د دوست. . .

BACK TO NEWS