د قانون جوړونې او د علمي - حقوقي څیړنې
عمومي معلومات:
د ا.ا.ج د عدليې وزارت د قانون جوړونې، علمي او حقوقي څېړنو په برخه کې لاندې دندې او واکونه لري.
۱- د قانون له حکمونو سره سم د تقنیني سندونو تسوید.
۲- د قوانینو د طرحې، د تقنیني فرمانونو، مقررې، اساسنامې او تعدیل، ایزاد، الغا او هغې ضمیمې تدقیق چې د وزارتونو او دولتي ادارو لخوا د پړاوونو د تیرولو لپاره وړاندې کېږي.
۳- د قانون جوړونې او علمي حقوقي څیړنو انستیتیوت له اساسنامې سره سم د تقنیني کلني کاري پلان چمتو کول او برابرول.
۴- د هېواد د حقوقي نظام په منظور د تقنیني سندونو د پړاوونو وړاندیز.
۵- د قانون جوړونې په چارو کې د علمي - حقوقي څیړنو ترسره کول.
۶- د ژمنلیکونو، تړونونو، تفاهم لیکونو او کنوانسینونو په اړه د ا.ا.ج له قوانینوسره سم له الحاق څخه مخکې نظر څرګندول.
۷- وزارتونو او دولتي ادارو ته د تقنیني سندونو د موادو توضیح او د غوښتنو سره سم قانوني مشورې وړاندې کول.
۸- د تقنیني سندونو لپاره د مسودو او طرحو په برابرولو کې د وزارتونو او دولتي ادارو اړوندو مسؤلینو له غوښتنې سره سم د لازمو سپارښتنو او لارښوونو وړاندې کول.
۹- د حکومت له تائید خڅه وروسته د قوانینو طرحې ملي شورا ته توضیح کول.
۱۰- د تقنیني فرمانونو په اړه توضیحات، د قوانینو طرحه او تعدیل، ایزاد او په هغو کې ضمیمې چې ملي شورا ته وړاندې کېږي.
۱۱- نورې دندې چې د حکومت یا د ا.ا.ج د جمهور رئیس له لوري تحویلېږي.
یاد شوي دندې د عدليې وزارت د قانون جوړونې چارې د علمي - حقوقي څیړنو ریاست له لوري ترسره کېږي.
د عدليې وزارت د قانون جوړونې چارې د علمي حقوقي څیړنې ریاست د دغه وزارت له مسلکي ریاستونو څخه دی او د تقنیني سندونو ژباړه او د رسمي سندوونو د ژباړې تصدیق، د بین المللي او د بشر د حقوقو قوانین، د سوداګریزو او د خصوصي سکتور قوانین، د کار او ادارې قوانین، د تعلیمي، فرهنګي او روغتیايې قوانین، د اقتصادي او مالي قوانین، جزايې قوانین، مدني قوانین، د مطالعې، تشریح او د روزنې قوانین او د قوانینو د تسوید د کمېټې له برخو څخه دي. یاد شوو برخو، اړوندو تقنیني سندونو د تقنیني پلان په اساس او د قانون جوړونې د اړتیا له مخې، طرحه، تدقیق او پړاوونه تیروي.
همدا راز دغه ریاست، خپلې علمي او حقوقي څیړنې د قانون جوړونې په برخه کې ترسره کړي او د اړتیاوو په صورت او د ګټې اخیستنې په منظور په کورنیو تقنیني سندونو د نورو هېوادونو قوانین د هېواد په رسمي ژبو ژباړي.
د تقنیني سندونو د پړاوونو تسوید، تدقیق، تآیید، تصویب، توشیح او په رسمي جریده کې د تقنیني سندونو خپرول د تقنیني سندونو د پړاوونو د قانون په اساس شاملې دي چې هر پړاوو يې په لاندې ډول تشریح شوي دي.
تسوید: د تقنینی سند د طرحې له لیکلو څخه عبارت دي. د تقنیني سند لومړني طرحې د اړوندې مرجع په غاړه دې؛ مګر په ځینو مواردو کې هم عدليې وزارت د تقنیني سندونو طرحه جوړوي.
تدقیق: د اصطلاحاتو، کلمو، عبارتونو، جملو او د تقنیني سند د لومړني طرحې حکمونه د جوړښت او محتوا له مخې او د ډاډ د ترلاسه کولو چې له اسلامي قوانینوسره مخالف نه دي، د هېواد له اساسي قانون سره د هغه مطابقت، نور نافذه قوانین، ژمنلیکونه او بین المللي میثاقونو او د ټولنې له دود او ستور سره سم ارزونه کوي.
تآیید: هغه پرېکړه ده چې د تقنیني سندونو د بعدي پړاوونو د تېرولو لپاره د قوانینو کمېټې یا حکومت له لوري نیول کیږي.
تصویب: هغه پرېکړه ده چې د تقنیني سند طرحې د تآیید یا رد په اړه د ذیصلاحو مرجعو له خوا نیول کېږي.
توشیح: د فرمان په واسطه د رئیس جمهور لاسلیک دی چې د قانون انفاذ، د تقنین او تعدیل فرمان، ایزاد، حذف، الغآ، تعلیق او په هغو کې ضمیمې په منظور صادر شوي دي.
خپرول: د تقنینی سند خپرول او د تقنینی سندونو د پړاوونو د مندرجو قوانینو د خپرولو وړ نور سندونه، په رسمي جریده کې دي.
د تقنیني سندونو د موادو تطبیق د اړوندو مراجعو دنده ده او عدليې وزارت یوازې د خپلې کاري ساحې په اړوندو تقنیني سندونو تطبیقوي.
د عدليې وزارت د تقنین لوی ریاست د فعالیتونو په اړه په لاندې ریپوټونو کې لوستلی شئ:
-میاشتنې رپوټ
-درې میاشتنې رپوټ
-کلنې رپوټ