د عدليې وزیر په افغانستان کې د جی. آی. زید د دفتر د قانون د واکمنۍ د برخې له رئیس سره وکتل او خبرې يې وکړې
د ۱۳۹۸کال د ږوي ۹
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور په افغانستان کې د جی. آی. زید د دفتر د قانون د واکمنۍ د برخې له رئیس برند میسر اشمیت سره وکتل او خبرې يې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د عدليې وزارت او د جی. آی. زید د دفتر د قانون د واکمنۍ سره د ملاتړ د پروژې ترمنځ د هکاریو د پیاوړتیا په باره کې خبرې وکړې
په دې کتنه کې د عدليې وزیر له دغه وزارت سره د جی. آی. زید دفتر د همکاریو له امله قدرداني وکړه او د عدليې له وزارت په تیره بیا د ولایتونو د عدليې له ریاستونو، د ولسوالیو د حقوقو له مدیریتونو او د تقنین له ستاژ سره د جی. آی. زید د دفتر د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې ښاغلي اشمیت ژمنه وکړه چې د عدليې له ریاست سره خپلې همکارۍ زیاتوي.
هغه دغه راز عدليې وزیر ته بلنه ورکړه تر څو په یوه کلني کنفرانس کې چې د نوامبر په میاشت کې د دغه دفتر له لوري د اماراتو په هېواد کې جوړیږي، ګدون وکړي