د عدليې وزارت د ټولنيزو چارو معينې د باميانو ولايت د عدليې رياست او ددغه رياست نورې څانګې وکتلې
د افغانستان اسلامي جمهوريت د عدليې وزارت د ټولنيزو چارو معينې داکټرې ذکيې عادلي له خپل ملګري هيئت سره د باميانو ولايت ته سفر وکړ او د عدليې رياست، د اطفالو د اصلاح او روزنې مرکز او ددغه مرکز د نوې ودانۍ د جوړولو کار وکوت.
د عدليې وزارت معينې د پوهنتون د مسئولانو او استادانو، د ټولنيزو بنسټونو د مسئولانو، مشرانو او مخورو په شتون په يوه غونډه کې چې د ټولنيزو وګړنيو فعاليتونو د سازمان ورکولو او همغږۍ په منظور جوړه شوې وه ګډون وکړ او د اړوندو مسئلو په باره کی يې خبرې وکړې.
هغې دغه راز په هغې غونډه کې چې د والي، او د دولتي ادارو د رئيسانو او مسئولينو په شتون جوړه شوې وه، ګډون وکړ او په دغه ولايت کې د لاسته ړاورنو او ستونزو د اوريدو په ترڅ کې ، د عدليې له رياست سره په تېره بيا د غصب شويو ځمکو د استرداد په بهير کې او حقوقي دوسيو ته رسيدګۍ په بهير کې د عدليې له رياست سره د اړوندو همکارو ادارو په همغږۍ او همکارۍ باندې ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د جدي پاملرنه او اقداماتو غوښتنه وکړه.